12 زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، او د بيتعدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل، او يو قوم هم خپلو معبودانو بچ نۀ کړے شو.
تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.
تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
چې کله هغوئ مِصر ته واوړېدل، نو مِصريانو هغه وليده چې ډېره ښائسته ښځه وه.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو.
يعقوب د بيرسبع نه لاړو او د حاران په طرف روان شو.
يعقوب د شپانو نه تپوس وکړو، ”زما وروڼو، تاسو د کوم ځائ يئ؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ د حاران يُو.“
چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل.
د اسور بادشاه د اِسرائيل خلق اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلع ښار کښې، څۀ د خابور سيند سره نزدې د جوزان په ضِلع کښې او څۀ د ماديو په ښارونو کښې يې آباد کړل.
زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، د بيتعدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل او د هغوئ يو خُدائ هم هغوئ بچ نۀ کړل.
حزقياه دې درنه کم عقل جوړ نۀ کړى چې دا خيال مو راولى چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى. د نورو قومونو خُدايانو د هغوئ مُلکونه د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟
د حمات او ارفاد خُدايان اوس چرته دى؟ د سفروائم خُدايان چرته دى؟ ولې کوم معبود سامريه زما نه بچ کړے شو څۀ؟
د هر مُلک خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د سلطان نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو دا سوچ په څۀ باندې کوئ چې مالِک خُدائ به يروشلم زما نه بچ کړى؟“
د حمات، ارفاد، سفروائم، هينع او عِواه ښارونو بادشاهان چرته دى؟“
د حاران، کنه او عدن، د شيبا سوداګرو او د اسور او کِلمد خلقو هم تا سره تجارت وکړو.
تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو.
زۀ به د دمشق دروازې ماتې کړم او د آون د وادۍ بادشاه چې په تخت ناست دے به ووژنم، زۀ به د بيتعدن بادشاه تباه کړم. د آرام خلق به د قير مُلک ته جلاوطن شى،“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
نو ستِفانوس جواب ورکړو، ”اے وروڼو، او اے مشرانو، زما خبره واورئ. د جلال مالِک خُدائ زمونږ نيکۀ اِبراهيم ته حاران ته د تلو نه مخکښې ښکاره شو چې هغه لا د مسوپتاميه په مُلک کښې وو.