Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 37:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 څنګه چې حزقياه بادشاه د هغوئ بيان واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، د ټاټ جامې يې واغوستلې او د مالِک خُدائ کور ته ننوتو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 37:1
13 Iomraidhean Croise  

کله چې بادشاه د شريعت د کِتاب خبرې واورېدې، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې،


حزقياه بادشاه او د آموص زوئ يشعياه پېغمبر خُدائ پاک ته سوال وکړو او هغۀ ته يې د مدد دپاره فرياد وکړو.


کله چې د ماښام د نذرانې وخت راغلو نو زۀ چې د خفګان نه چرته ناست وم د هغه ځائ نه پاڅېدم، چې تر اوسه پورې مې شلېدلے قميص او چُوغه اغوستې وه سجده مې وکړه او بيا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته مې لاسونه پورته کړل.


کله چې مردکے د هغه هر څۀ نه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې. بيا هغۀ د ټاټ جامې واغوستلې، سر يې په ايرو پټ کړو، په ښار کښې روان شو او تر هغې پورې يې په چغو چغو او بد بد ژړل،


بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ.


نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.


حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې ولوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو،


ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“


بادشاه او د هغۀ ټولو خِدمتګارانو چا چې دا کلام واورېدو هغوئ ونۀ يرېدل او نۀ يې د غم نه جامې وشلولې.


هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan