8 نو اوس راشئ او زمونږ د مالِک د اسور بادشاه سره يوه سودا وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم خو کۀ تاسو د دې دپاره دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سورلى وکړى.
نو د بِنحدد نه يې دا پېغام راوړو، ”ما دې خُدايان ووهى او مړ مې دې کړى کۀ د سامريه دومره خاوره هم پاتې شى چې زما فوجيان يې په موټى کښې راواخلى.“
هغۀ حُکم وکړو، ”کۀ هغوئ د جنګ يا د صُلحې دپاره راروان وى نو ژوندى يې ونيسئ.“
هغۀ سپين زر، سرۀ زر او د مالِک خُدائ د کور ټول سامان او د محل ټولې خزانې يې واخستلې او واپس يې سامريه ته يوړې. هغۀ د ځان سره قېديان هم بوتلل.
د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه په پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او فتح يې کړل.
نو خبره واورئ، زما د نېک د اسور بادشاه سره معاهده وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم کۀ تاسو دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سوارۀ شى.
بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې.
شايد چې تاسو ووايئ، مونږ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه لرو. خو دا څنګه کېدے شى؟ ولې چې حزقياه خو د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربانګاه ختمې کړې، کله چې هغۀ د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف د يروشلم قربانګاه وړاندې عبادت کوئ.
تۀ زما د مالِک د اسور د بادشاه د يو وړوکى آفسر مقابله هم نۀ شې کولے نو بيا د مِصر په جنګى ګاډۍ او آسونو باندې د سوَرو کسانو فائده څۀ؟