Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 36:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 تۀ د مِصر نه طمع کوې؟ دا به داسې وى لکه چې د لوخې د پاڼې نه امسا جوړه کړې او چې کله په دې باندې زور واچوې نو دا به ستا لاس غوڅ او زخمى کړى. کله چې څوک د مِصر په بادشاه فِرعون بهروسه وکړى نو هغه هم دغه شان دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 36:6
12 Iomraidhean Croise  

خو يو کال هوسيع د مِصر بادشاه سو له پېغام وړُونکى ولېږل او د هغۀ نه يې مدد وغوښتو او اسور له د هر کال محصُول ورکول بند کړل. کله چې سلمنسر د دې نه خبر شو، نو هغۀ هوسيع ونيولو او په قېدخانه کښې يې واچولو.


تۀ د مِصر نه دا طمع کوې چې هغه به ستا مدد وکړى، خو دا به د لوخې د پاڼې د امسا په شان وى، چې لاس به دې غوڅ او زخمى کړى. نو د مِصر بادشاه فِرعون باندې چې کله څوک بهروسه وکړى نو هغه داسې وى.


او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ، په فانى انسان توکل مۀ کوئ څوک چې خلاصون نۀ شى ورکولے.


لکه په خراب غاښ خوړل يا په ګوډه پښه تلل کول داسې دى لکه په سخت وخت کښې چې په ناباوره کس توکل کوى.


کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.


مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.


فِرعون به د خپلو تکړه سپاهيانو او غټو لښکرو سره په جنګ کښې د هغۀ مدد ونۀ کړى، کله چې دشمن د ښار محاصره وکړى او د حملې دپاره د خاورو غونډۍ جوړې کړى د دې دپاره چې ډېر خلق تباه کړى.


بنى اِسرائيل به نور په مِصر تکيه نۀ کوى خو دا به هغوئ ته د خپلې هغه ګناه کولو يو يادګار وى چې کله به دوئ د هغوئ نه مدد غوښتلو. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan