5 ستا خيال دا دے څۀ چې تشې خبرې د فوجى طريقه کار او طاقت ځائ نيولے شى؟ د اسوريانو خِلاف په بغاوت کښې به څوک ستا په خيال ستا مدد وکړى؟
ستا په خيال تشې خبرې د فوجى تکړهتوب او طاقت ځائ نيولے شى؟ ستا يقين په چا دے چې زما خِلاف بغاوت کوې؟
نو مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او هغه په هر کار کښې کامياب وو. هغۀ د اسور د بادشاه خِلاف بغاوت وکړو او د هغۀ خِدمت يې نۀ کولو.
کله چې يهويقيم بادشاه وو، نو د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه او درې کاله يې په يهويقيم باندې زور راوړلو چې د هغۀ حکومت ته تسليم شى، بيا يهويقيم بغاوت وکړو.
دا هر څۀ د يروشلم او يهوداه سره د مالِک خُدائ د قهر په وجه وشول، او په آخر کښې هغۀ هغوئ د خپل حضور نه وشړل. خو اوس صدقياه د بابل بادشاه خلاف سرکشى وکړه.
خو د يهوداه بادشاه د هغۀ په خلاف بغاوت وکړو چې هغۀ خپل قاصدان مِصر ته ولېږل او هلته نه يې آسونه او لوئ لښکر راوستو. ولې هغه به کامياب شى؟ ولې څوک چې داسې کارونه وکړى بچ به شى؟ ولې هغه به د لوظ په ماتولو د تکليف نه خلاص شى؟