3 نو د يهوداه درې کسان د هغۀ سره مِلاوېدو له راغلل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چا چې د هغه زمانې تاريخ ليکلو.
کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.
نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.