21 خو خلق خاموش وُو او يوه خبره يې هم نۀ کوله ځکه چې حزقياه حُکم ورکړے وو چې، ”هغۀ له جواب مۀ ورکوئ.“
نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”تۀ د خپلو نوکرانو سره په آرامى ژبه کښې خبرې وکړه، مونږ په دې پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې خلق به يې واورى.“
نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او هغوئ لاړل او چې د اسور آفسر څۀ وئيلى وُو هغه يې بادشاه ته ووئيل.
ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“
کم عقل ته د هغۀ د کم عقلتوب په مطابق جواب مۀ ورکوه، ګنې تۀ به هم د هغۀ په شان شې.
نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده.
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.