Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 36:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 د هر مُلک خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د سلطان نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو دا سوچ په څۀ باندې کوئ چې مالِک خُدائ به يروشلم زما نه بچ کړى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 36:20
17 Iomraidhean Croise  

د بِن‌حدد آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدايان د غرونو خُدايان دى، نو ځکه اِسرائيل مونږ له شکست راکړو. خو کۀ مونږ د هغوئ سره په مېدانونو کښې جنګ وکړُو نو مونږ به يقيناً هغوئ له شکست ورکړُو.


يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې شاميان وائى چې زۀ د مېدانونو نۀ، بلکې د غرونو خُدائ يم، نو ځکه به زۀ تاسو د هغوئ په لوئ لښکر باندې بريالى کړم او تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


نو حزقياه دې ته مۀ پرېږدئ چې دوکه مو کړى يا چې په داسې غلطه لار مو بوځى. په هغۀ باندې اعتبار مۀ کوئ. د يو قوم خُدائ هم خپل خلق د اسور د يو بادشاه نه نۀ دى بچ کړى. نو بې‌شکه ستاسو دا خُدائ هم تاسو نۀ شى بچ کولے.“


هغوئ د يروشلم د خُدائ پاک په حقله هم هغه شان خبرې وکړې چې د نورو خلقو د خُدايانو په حقله يې کولې، د هغه بُتانو چې د انسان لاسونو جوړ کړى وُو.


ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،


د هغوئ خبرې د آسمان نه هم اوچتې دى، او په خپله ژبه يې ټوله دُنيا وخوړله.


خو فِرعون ترې تپوس وکړو، ”دا مالِک خُدائ څوک دے؟ زۀ ولې د هغۀ خبره ومنم او بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم؟ نۀ زۀ مالِک خُدائ پېژنم، او نۀ به بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم.“


او هغه دې تاسو په دې دوکه نۀ کړى چې په مالِک خُدائ يقين وکړئ. دا خيال مۀ کوئ چې مالِک خُدائ به ضرور تاسو بچ کړى او چې هغه به زمونږ اسورى لښکر ستاسو د ښار قبضه کولو نه ايسار کړى.


شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“


تا زما خلاف په بې‌پرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې.


اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan