Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 36:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 36:2
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ ښار ته پېغام وړُونکى ولېږل چې د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب ته ووائى،


د اسور بادشاه د اِسرائيل خلق اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلع ښار کښې، څۀ د خابور سيند سره نزدې د جوزان په ضِلع کښې او څۀ د ماديو په ښارونو کښې يې آباد کړل.


نو اوس راشئ او زمونږ د مالِک د اسور بادشاه سره يوه سودا وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم خو کۀ تاسو د دې دپاره دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سورلى وکړى.


نو مالِک خُدائ يشعياه ته وفرمائيل، ”خپل زوئ شياريشوب ځان سره روان کړه او احاز بادشاه سره مِلاوېدو له لاړ شه. تۀ به هغۀ سره په هغه سړک باندې مِلاو شې چرته چې دهوبيان جامې وينځى او د هغه نِهر لاندې سر سره په کوم چې د تالاب نه اوبۀ راکوزيږى.


په هغه وخت کښې د بابل بادشاه لښکرو د يروشلم او د يهوداه د نورو ښارونو په خلاف جنګ کولو کوم چې لکيس او عزيقه وُو. صرف دا مضبوط ښارونه وُو چې د قبضې نه پاتې شوى وُو.


تاسو څوک چې په لکيس کښې اوسېږئ، په آسونو پسې جنګى ګاډۍ وتړئ. تاسو د صيون لور دپاره د ګناه سرچينه وئ، ځکه چې د بنى اِسرائيلو جرمونه هم په تاسو کښې موجود وُو.


نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan