Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 36:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 د حمات او ارفاد خُدايان اوس چرته دى؟ د سفروائم خُدايان چرته دى؟ ولې کوم معبود سامريه زما نه بچ کړے شو څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 36:19
9 Iomraidhean Croise  

د حمات بادشاه توعى خبر شو چې داؤد د هدد‌عزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.


د اسور بادشاه د بابل، کُوت، عِواه، حمات او سفروائم ښارونو نه خلق بوتلل او د سامريه په ښارونو کښې يې د اِسرائيل د خلقو په ځائ دېره کړل. هغوئ دا ښارونه قبضه کړل او هلته اوسېدل.


خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.


مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بې‌سکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بې‌سکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى.


او د هغه ځائ نه د حمات درې پورې به وى او صداد ته به ورسيږى


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan