Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 36:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 36:17
11 Iomraidhean Croise  

تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.


د محاصرې په دوران کښې نبوکدنضر په خپله يروشلم ته راغلو،


هغوئ به سيندونه ونۀ ګورى، هغه نِهرونه چې شات او پئ په کښې بهيږى.


نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.


صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.


حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ.


حزقياه دې درنه کم عقل جوړ نۀ کړى چې دا خيال مو راولى چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى. د نورو قومونو خُدايانو د هغوئ مُلکونه د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې مُلک خيال ساتى او د کال په هر موسم کښې يې ورباندې نظر وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan