Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 36:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 بيا هغه آفسر ودرېدو او په عبرانۍ کښې يې آواز وکړو، ”د اسور بادشاه پېغام په کولاو غوږونو واورئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 36:13
14 Iomraidhean Croise  

آفسرانو په عبرانۍ کښې د دې دپاره چغې ووهلې چې د يروشلم هغه خلق ويروى او بې‌حوصلې يې کړى کوم چې د ښار په دېوال باندې وُو، نو داسې د ښار قبضه کول به آسان شى.


نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”صاحبه، تۀ زمونږ سره په آرامى ژبه کښې خبرې کوه ځکه چې مونږ په دې ښۀ پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې ټول خلق دا اورى.“


هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما بادشاه دا پېغام صرف تاسو او ستاسو بادشاه له رالېږلے دے څۀ؟ نه، زۀ هغه خلقو ته هم وايم کوم چې په دېوال ناست دى. ستاسو په شان به هغوئ هم خپل غُل وخورى او خپلې متيازې به وڅښى.“


د اسور آفسر هغوئ ته ووئيل چې، ”حزقياه ته ووايه چې، لوئ بادشاه د اسور بادشاه وائى چې تۀ په څۀ باندې دومره زړَور يې؟


شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“


نو په دې وجه به زۀ، مالِک خُدائ د اسور بادشاه او د هغۀ ټول لښکر راولم چې په يهوداه حمله وکړى. د هغۀ لښکر به داسې وړاندې راشى لکه چې د فرات د سيند اوبۀ د غاړو نه راوړېدلې وى.


نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan