10 ستا خيال دا دے څۀ چې ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او ستا مُلک مې تباه کړے دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړه او تباه يې کړه.“
نو اخىاب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په راماتجِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“
ستا په خيال ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او تباه کړے مې دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړم او تباه يې کړم.“