1 د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او قبضه يې کړل.
د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه په پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او فتح يې کړل.
د اسور بادشاه د لکيس نه يو لوئ لښکر ولېږلو چې په يروشلم کښې په حزقياه باندې حمله وکړى، چې د دې مشرى د هغۀ درې غټو آفسرانو کوله. کله چې هغوئ يروشلم ته ورسېدل، نو هغوئ د ولې سره سړک قبضه کړو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې، دا د هغه سړک سره نزدې وو چې کوم د دهوبى پټى ته تلو.
هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو والا ښارونه قبضه کړل او د يروشلم پورې وړاندې لاړو.
د دې واقعو نه پس، چې په کومو کښې حزقياه بادشاه په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کړے وو، د اسور بادشاه سينحرب په يهوداه حمله وکړه. هغۀ د پَخو دېوالونو ښارونه محاصره کړل او خپل لښکر له يې حُکم ورکړو چې دېوالونه راوغورزوى.
نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.
کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د اسور بادشاه د نائى په توګه د فرات سيند د بلې غاړې نه راولى او هغه به ستاسو ږيرې، سر او په بدنونو وېښتۀ کل کړى.
نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.