7 د بلېدونکې شګې نه به تالاب جوړ شى، او اوچه زمکه به د چينو نه ډکه شى. چرته چې ګيدړان اوسېدل، نو هلته به د نمژنې زمکې واښۀ او لوخې راوټوکيږى.
او هغۀ بيابانونه د اوبو په تالابونو باندې بدل کړل او اوچه زمکه يې د اوبو په چينو بدله کړه،
د دې په مينارو او محلونو کښې به د ځنګلى سپو او د ګيدړانو آوازونه وى. د بابل وخت رارسېدلے دے. او د دې وخت تقريباً د ختمېدو والا دے.“
کله چې د درياب نِهرونه په کمېدو شى او اوچيږى نو د دې نه به خراب بوئ ځى. لوخې او جاړې به اوچې شى،
لږ وخت پس به د لبنان ځنګل نه پټى جوړ شى او پټى به په ځنګل بدل شى.
په هغه ورځ کله چې ستاسو د دشمن قلعې قبضه شى او د هغوئ خلق ووژلے شى، نو د هر غرۀ نه او د هرې غونډۍ نه به د اوبو وَلې رابهيږى.
د ازغو بوټى او تراخۀ بوټى به هر ځائ کښې د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې او قلعو کښې خوارۀ شى او ګيدړان او ګونګيان به په دې کښې اوسيږى.
زۀ به د خُشکو غرونو په مينځ کښې سيندونه روان کړم او په واديانو کښې به د اوبو چينې روانې کړم. زۀ به صحرا د اوبو په تالابونو بدله کړم او اوچه زمکه به په بهېدونکو چينو بدله کړم.
ځنګلى ځناور، ګيدړان او شترمرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.
کله چې مالِک خُدائ خپل خلق په خُشکه صحرا کښې روان کړل، هغوئ د تندې په وجه د تکليف سره مخ نۀ شول. د هغوئ دپاره يې د ګټ نه اوبۀ راوويستلې، هغۀ ګټ په مينځ بېل کړو او اوبۀ ترې نه راوبهېدلې.
هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا اوبۀ نمرخاتۀ مُلک طرف ته بهيږى او د اُردن وادۍ ته ځى، چرته چې دا مړ درياب ته ورپرېوځى. کله چې دا مړ درياب ته ورښکته شى، نو په هغې کښې مالګينې اوبۀ تازه شى.
ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى.
د دُنيا د هر ګوټ نه به خلق د خُدائ پاک د بادشاهۍ مېلمستيا ته راځى.
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“
او څوک چې په ما ايمان راوړى، لکه چې صحيفې وائى، د ژوندون د اوبو سيندونه به د هغۀ نه بهيږى.“
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو او د مردارو او حرامو ځناورو کور دے.
نو هم دغه شان وشول. کله چې جدعون ورپسې سحر وختى پاڅېدو، هغۀ وړۍ نچوړ کړه او دومره ډېره پرخه يې ترې نه وويستله چې د اوبو نه يې يو لوښے ډک شو.