Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 34:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 34:6
25 Iomraidhean Croise  

د يونتن لينده د مرګ وه، د ساؤل تُوره بې‌رحمه وه، طاقتور يې غورزول او دشمن يې وژلو.


اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو، په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو. هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ، او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“


خو بيا به زۀ په هغه ښار باندې يو افت راولم، هلته به ژړا او ماتم وى. او ټول يروشلم به داسې شى لکه څنګه چې د هغې د ارى‌ايل نوم معنىٰ ده ”يوه داسې قربان‌ګاه چې په وينو لت پت وى.“


او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.


دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“


”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى، په قومونو کښې هيڅ څوک هم ما سره نۀ وو. ما په غصه کښې هغوئ نچوړ کړى دى او د قهر نه پرې ګرځېدلے يم. د هغوئ د وينې دارې زما په کپړو پرېوتې دى او زما جامې په وينو سرې شوې دى.


اوس به زۀ تُوره ستاسو په قِسمت کړم. تاسو ټول به د حلالونکى په وړاندې ټيټ شئ، ځکه چې کله ما آواز درکړو، نو تاسو جواب رانۀ کړو، او چې کله مې درسره کلام کولو، نو تاسو نۀ اورېدو. او زما د سترګو په وړاندې تاسو قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به مو کول د څۀ چې تاسو ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“


د بيابان په ټولو اوچتو او خُشکو غونډو د قتل و غارت فوج ليدلے کيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ تُوره به د يو سر نه تر بل سره پورې هغوئ هلاک کړى. نو څوک به هم محفوظ نۀ وى.


اے د قوم شپونکو تاسو په خپل ځان باندې ژړا او ماتم وکړئ، او اے د قومونو مشرانو تاسو په خاورو ايرو کښې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالېدلو او خورېدلو وخت رارسېدلے دے. تاسو به د خټو د نازک لوښى په شان راوغورزېږئ او ټوکړې ټوکړې به شئ.


ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ په خپل ذات قسم خورم چې، د بُصره ښار به تباه شى او د خاورو ډېرے به جوړ شى او د ټولو خلقو دپاره به د وحشت، سپکوالى او د لعنت مثال وګرځى، او د هغۀ ټول ښارونه به د تل دپاره تباه او برباد شى.“


د ادوميانو په حقله مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”ولې په تيمان کښې نور حکمت او عقل نشته څۀ؟ آيا هوښياران ورته صحيح مشوره نۀ شى ورکولے څۀ؟ ولې د هغوئ عقل خوړلے شوے دے څۀ؟


د هغوئ ټول غوَيان حلال کړئ، په دوئ دې افسوس وى ځکه د هغوئ د سزا او حساب ورځ او وخت رارسېدلے دے.


زۀ به هغوئ لکه د ګډورو، چېلو او ګډانو په شان حلالېدو دپاره بوځم.“


دا د قتل و غارت دپاره تيره شوې ده، داسې پالش شوه چې د برېښنا په شان ځليږى. نو آيا اوس به خوشحاله شې څۀ؟ هغوئ څوک چې ستاسو نه ډېر زيات زورَور وُو د دې تُورې لاندې راغلل.


ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به ستا غرونه د مړو نه ډک کړم، هغه څوک چې په تُوره مړۀ شوى دى، ستا په غونډو او ستا په درو او ستا په ټولو ګړنګونو کښې به پراتۀ وى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده.


د مالِک خُدائ په وړاندې خاموشه اوسه، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ نزدې ده. مالِک خُدائ يوه قربانى تياره کړې ده، هغۀ هغه څوک مقدس کړى دى چې هغۀ راغوښتى دى.


د رَمو نه يې ماستۀ او پئ او د ګډُورى لم ورکړل، د بسن ښۀ ګډُورى او چېلى او ښۀ غنم يې ورکړل. د انګورو رس نه تاسو مے وڅښل.


چې زۀ به خپله ځلېدونکې تُوره تېره کړم او وبه ګورم چې اِنصاف وشى. زۀ به د خپلو دشمنانو نه بدل واخلم او هغوئ له به سزا ورکړم چې څوک زما نه نفرت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan