هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.
په هغه ورځ به چې کوم خلق مالِک خُدائ وژلى وى د هغوئ لاشونه به هر چرته د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې پراتۀ وى. په هغوئ باندې به نۀ څوک ماتم کوى او نۀ به يې څوک رايوځائ کولے شى او نۀ به ښخولے شى خو په زمکه به لکه د ډيران د ډيرى په شان پراتۀ وى.
زۀ به تا په زمکه راوغورزوم او په اوچ مېدان به دې راوولم. زۀ به د هوا ټول مارغان پرېږدم چې په تا کښېنى او د زمکې ټول ځناور به په تا باندې خپل ځانونه ماړۀ کړى.
نو په دې وجه دې زما په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو قتل و غارت ته حواله کړم او دا به تاسو پسې وى. لکه څنګه چې تاسو د قتل و غارت نه نفرت ونۀ کړو، نو دغه شان قتل و غارت به تاسو پسې وى.
د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم.
زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.
په آسونو سوارۀ حمله کوى، پړقېدونکې تُورې او ځلېدونکې نېزې ښکارى. هر طرف ته بېشمېره زخميان، د مړو ډيرى، بېشمېره مړى دى، او خلق په لاشونو تيندکونه خورى.