Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 34:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 اے د ټولو قومونو خلقو، راشئ. راغونډ شئ او واورئ. په ټوله دُنيا کښې چې څوک هم اوسيږى نو هغه دې دلته راشى او وا دې ورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 34:1
25 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بدعملۍ نه ډکه ده.


دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.


قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو، او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.


په ټولو قومونو کښې دا ووايئ چې، ”مالِک خُدائ بادشاهى کوى. د دُنيا بنيادونه يې مضبوط کړى دى دا به نۀ خوځيږى. او په اِنصاف سره به د خلقو فېصلې وکړى.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے.


څوک چې په زمکه اوسيږى نو هغوئ ټول دا واورئ. هغه نښې ته وګورئ چې د غرونو په سرونو به ښکاره شى. او چې بيګل غږيږى نو غوږ ورته ونيسئ.


اے هغه د لرې علاقو خلقو هغې ته غوږ کېږدئ څۀ چې ما کړى دى، او اے نزدې اوسېدونکو زما طاقت ومنئ.“


اے د لرې مُلکونو خلقو، خاموشۍ سره ما ته غوږ ونيسئ. تيار شئ چې په عدالت کښې خپله مقدمه پېش کړئ، تاسو ته به د خبرو کولو موقع مِلاو شى. راځئ چې په يو ځائ دا فېصله وکړُو چې څوک په حقه دى.


قومونه دې راغونډ شى. د هغوئ د معبودانو نه کوم يو د راتلونکى وخت پېشګوئې ورکولے شى؟ چې څۀ اوس کيږى نو کوم يو د دې په حقله مخکښې وئيلى وُو؟ هغه معبودان دې د دې ګواهان راولى چې دا ثابت شى چې هغوئ په حقه دى، او چې ګواهى ورکړى چې د هغوئ خبرې رښتيا دى.


نو اوس ما له رانزدې شئ او چې زۀ څۀ وايم هغې ته غوږ ونيسئ. ما د شروع نه صفا خبره کړې ده، او ما همېشه خپله خبره رښتيا کړې ده.“ او زۀ اوس مالِک خُدائ تعالىٰ د خپل روح سره رالېږلے يم.


اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم.


دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“


اے زما وطنه، زما وطنه، زما وطنه. د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسه،


د ادوميانو په حقله مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”ولې په تيمان کښې نور حکمت او عقل نشته څۀ؟ آيا هوښياران ورته صحيح مشوره نۀ شى ورکولے څۀ؟ ولې د هغوئ عقل خوړلے شوے دے څۀ؟


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“


دا د عبدياه رويا ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ يې د ادوم د قوم په حقله فرمائى، مونږ د مالِک خُدائ نه يو پېغام واورېدو، هغۀ يو پېغمبر قومونو ته ولېږلو چې ورته وفرمائى، ”پاڅئ، او راځئ چې په ادوم حمله وکړُو.“


ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“


اے آسمانونو. ما ته غوږ کېږدئ او زۀ به خبرې وکړم، اے زمکې زما د خولې خبرې واوره.


نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.


واورئ اے بادشاهانو، حکومت کوونکو غوږ ونيسئ. زۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړم او ساز به وغږوم هغه مالِک خُدائ ته چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.


مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan