19 نو تاسو به نور د پردى مُلک هغه ظالمان ونۀ وينئ چې هغوئ داسې سخته ژبه وائى چې په هغې باندې تاسو نۀ پوهېږئ.
راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“
مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې محاصرې دپاره به د خاورو ډېرے جوړ نۀ کړے شى.
موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.
نو اوس به خُدائ پاک خپلو خلقو سره د پردى مُلک د خلقو په ذريعه خبرې کوى څوک چې عجيبه ژبه وائى.
هغه چې په کومه لار راغلے وى نو په هغې به واپس لاړ شى او دې ښار ته به نۀ شى ننوتے. مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.
بيا د اسور بادشاه سينحرب خېمې وويستلې او واپس خپل مُلک ته لاړو. هغه نينوه ته ورسېدو او هلته ايسار شو.
مالِک خُدائ فرمائى، اے اِسرائيله، زۀ به د لرې ځائ نه ستا خلاف يو زورَور او پخوانے قوم راولېږم چې په تا حمله وکړى چې تۀ يې په ژبه او خبرو باندې نۀ پوهېږې.
په تورات کښې ليکلى دى چې، ”زۀ به دې قوم ته په عجيبه ژبو او په غېرو شونډو خبرې وکړم خو بيا به هم هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيسى. دا مالِک فرمائى.“