Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 33:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 33:14
44 Iomraidhean Croise  

هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى.


هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.


کله چې تۀ راښکاره شې په هغوئ به د بټۍ په شان اور بل کړې. مالِکه خُدايه ستا د غضب اور به دوئ تير کړى او ستا اور به يې تباه کړى.


زمونږ خُدائ به راشى او خاموشه به نۀ وى سوزېدونکے اور به ترې نه مخکښې او سخت طوفان به ترې چاپېره وى


خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى. خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى. او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.


بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.


خو مالِک خُدائ به هغه هر يو کس ريزې ريزې کړى څوک چې ګناه کوى او د هغۀ خِلاف بغاوت کوى، او څوک چې مالِک خُدائ ته شا کړى نو هغه به تباه شى.


نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.


ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج به ستا د بچ کولو دپاره د لوئ تندر، زلزلې، لوئ شور، تېزې سيلۍ، طوفان او سوزونکى اور سره راځى.


اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ، د يرې نه ولړزېږئ. اے بې‌غمه لوڼو د يرې نه ورپېږئ. خپلې کپړې وباسئ بربنډې شئ او د ټاټ جامې واچوئ.


د ادوم سيندونه به په تارکولو بدل شى، خاوره به يې په ګوګړو بدله شى. ټول مُلک به د تارکولو په شان اور اخستے وى.


هغوئ په اور کښې د سوزېدونکى بوسو په شان دى چې خپل ځان د دې د لمبو نه نۀ شى بچ کولے. دا به د سکرو اور نۀ وى چې انسان ورته کښېنى او ځان ګرم کړى.


نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.


کله چې هغوئ د ښار نه بهر ځى نو هغوئ به د هغه خلقو لاشونه ووينى چا چې زما خِلاف سرکشى کړې وه. کوم چينجى چې دغه لاشونه خورى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى او کوم اور چې هغوئ سوزوى نو هغه به نۀ مړ کيږى. د هغوئ دا منظر به د ټولو انسانانو دپاره يروونکے وى.“


کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.


نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


د خلقو بدعملى د هغه اور په شان بليږى کوم چې د ازغو بوټى او غنې سوزوى. دا د ځنګل د هغه اور په شان بليږى کوم چې پاس په هوا کښې د لوږى ستنه جوړوى.


د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.


ټول ګناه ګار چې زما په خلقو کښې دى په تُوره به مړۀ شى، هغوئ ټول به مړۀ شى چې داسې وائى، نۀ به په مونږ افت راځى او نۀ به تباه کيږُو.


څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.


خو د هغۀ د راتلو ورځ څوک برداشت کولے شى؟ څوک ودرېدلے شى کله چې هغه راښکاره شى؟ ځکه چې هغه به لکه د صفا کوونکى اور يا د دهوبى د صابون په شان وى.


کۀ چرې ستا لاس يا پښه تا له تيندک درکوى، نو ځان نه يې پرې کړه او ګزار يې کړه ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ په ابدى ژوندون کښې شل ګوډ ننوځې، په ځائ د دې چې تۀ په دواړو لاسو پښو سم يې او ابدى اور ته واچولے شې.


بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.


نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“


بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.


نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“


ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے.


او په شُغله ناک اور سره به هغه هغوئ له سزا ورکړى څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى.


نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.


هغوئ به د خُدائ پاک د قهر او د غضب مے وڅښى کوم چې هغۀ د خپل سخت غضب په پيالۍ کښې اچولى دى. هغوئ به د پاکو فرښتو او د ګډُورى په وړاندې په اور او د ګوګړو په شغلو کښې عذابولے شى.


او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan