20 خو بختور يئ تاسو چې د ټولو اوبو په غاړه به فصلونه وکرلے شئ او په آزادۍ سره به خپل خرونه او څاروى وڅرولے شئ.
خپله روټۍ په اوبو باندې وغورزوه چې لاړه شى او ډيرې ورځې پس به دا تا ته بيا مِلاو شى.
چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول.
خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو.
سره د دې ډېرو سړو او ښځو په مالِک ايمان راوړو او د هغوئ په ډله کښې شامل شول.
ما کرونده وکړه، اپولوس اوبۀ ورکړې، خو وده ورته خُدائ پاک ورکړه.
او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.