2 د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.
ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ د پناه دپاره تا ته را زغلم.
تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.
ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“
هغوئ ژاړى او وائى، ”زمونږ مدد وکړئ، زمونږ دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړئ. د هغوئ د حملې نه مونږ بچ کړئ. اوس چې مونږ راتښتېدلى يُو نو مونږ سره دوکه مۀ کوئ.
تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،
زۀ به اِنصاف د دې فيته او صداقت د دې د سال مزے کړم. تاسو چې په کومو دروغو باندې يقين ساتئ نو ږلۍ به يې ټول يوسى او سېلابونه به ستاسو د پناه ځايونه وران کړى.“
زۀ به د خُشکو غرونو په مينځ کښې سيندونه روان کړم او په واديانو کښې به د اوبو چينې روانې کړم. زۀ به صحرا د اوبو په تالابونو بدله کړم او اوچه زمکه به په بهېدونکو چينو بدله کړم.
زۀ چې کوم نوى کارونه کوم نو هغې ته ګورئ. هغه اوس شروع کېدو والا دى، تاسو يې نۀ وينئ څۀ؟ زۀ به په بيابان کښې يوه لار جوړه کړم او هلته به د اوبو نِهرونه جوړ کړم.
ځنګلى ځناور، ګيدړان او شترمرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.
زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم.
ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانوايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، هغه وخت راتلونکے دے چې زۀ به خپله هغه مهربانه وعده پوره کړم چې کومه ما د يهوداه او د اِسرائيل سره کړې وه.
د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“
اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.
د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.
په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.
بيا فرښتې ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چې د بلور په شان پړقېدو چې د خُدائ پاک او د ګډُورى د تخت نه