18 زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى،
هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.
خو صِرف د جشن په علاقه کښې، چرته چې بنى اِسرائيل اوسېدل، هلته لږه ږلۍ هم نۀ وه ورېدلې.
د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه.
په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ تاسو له د تکليفونو او پرېشانو نه آرام درکړى او د هغه سخت کار نه به مو خلاص کړى چې د ستاسو نه په زور اخستے شو.
مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.
د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.
خُدائ پاک خپلو خلقو ته فرمائيلى دى، ”دا د آرام ځائ دے. ستړى دې دلته آرام وکړى، ولې چې هم دا ځائ د آرام دے.“ خو هغوئ غوږ نۀ کېښودو.
قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.
په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.
خلق به کورونه جوړوى او په خپله به په کښې اوسيږى، د انګورو باغونه به کَرى او په خپله به يې خورى.
زۀ به يعقوب او يهوداه له داسې اولاد ورکړم چې زما غرونه به قبضه کړى. زما غوره کړے شوى به د دې وارثان شى او زما خِدمت کوونکى به هلته اوسيږى.
په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او يروشلم به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.
نور به هغوئ د نورو قومونو د لاسه نۀ لوټ کيږى، او نۀ به يې ځنګلى ځناور خورى. هغوئ به په امن سره ژوند کوى، او هيڅوک به هغوئ نۀ شى يرولے.
او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.
په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.
نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى، هغه په خُدائ پاک کښې او خُدائ پاک په هغۀ کښې اوسيږى.