ما اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج قسم خوړلے دے چې، ”يقيناً چې د ډېرو کورونو نه به کنډرې جوړې شى، او په دې غټو او ښائسته کورونو کښې به هيڅوک نۀ اوسيږى.
ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.
دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.