Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 32:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 زما د خلقو په مُلک کښې د ازغو او غنو بوټى راشنۀ شوى دى. ستاسو د کورونو خندا او د ښارونو خوشحالى به ختمه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 32:13
20 Iomraidhean Croise  

زرخيزه زمکه يې په مالګينه زمکه بدله کړه، د هغوئ د بدو عملونو په وجه څوک چې هلته په کښې اوسېدل.


ټول ښار بې‌قراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.


آيا دا ستاسو خوشحاله ښار دے کوم چې ډېر د پخوا نه آباد دے؟ آيا دا هغه ښار دے چې خپل اوسېدونکى يې لرې مُلکونو ته ولېږل چې کورونه جوړ کړى.


خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.


په کوڅو کښې خلق چغې وهى چې مے ختم شوى دى. هره خوشحالى ختمه شوې ده، خوشحالى د زمکې نه ورکه شوې ده.


د قلعې په شان د پَخو دېوالونو ښار کنډر پروت دے. دا د يو خوشى بيابان په شان وران ويجاړ پروت دے. او بيا به په دې کښې څاروى څريږى آرام به کوى او څانګې به خورى.


د ازغو بوټى او تراخۀ بوټى به هر ځائ کښې د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې او قلعو کښې خوارۀ شى او ګيدړان او ګونګيان به په دې کښې اوسيږى.


په شل جربه زمکه باندې چې کوم د انګور باغ کَرلے شوے وى نو هغه به صرف دوويشت ليټره مے پېدا کوى. يو سل او شپېتۀ کلو تخم به صرف شپاړس کلو غله پېدا کوى.“


زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.


چرته چې اوس د غنو بوټى دى نو هلته به د سبر ونې راوټوکيږى، او د ازغو په ځائ کښې به د نختر ونې راوټوکيږى. دې سره به د مالِک خُدائ نوم ته جلال ملاويږى، دا به د هغۀ د قدرت او د مينې يو نۀ ختمېدونکې نښه وى.“


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


کله چې هغه وخت راشى، نو د انګورو هغه ښۀ باغونه، چې په هر يو کښې يو زر د انګورو بوټى وى او د هر يو باغ قيمت د سپينو زرو يو زر سيکې وى، نو هغه به هم د ازغو او غنو نه ډک وى.


نو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو د ښار کورونه او تر دې چې شاهى محل هم راوغورزولو د دې دپاره چې د دشمن د محاصرې او حملې په وخت کښې تاسو د هغې په ملبې خپل د خاورو ډېرو دېوالونه مضبوط کړئ.


په دې دوران کښې بابليانو يروشلم، شاهى محل او د خلقو کورونه وسوزول او د ښار دېوالونه يې وران کړل.


او هلته په رِبله کښې د حمات په زمکه د بابل بادشاه ټول ووژل. نو بيا داسې د يهوداه خلق د خپل مُلک نه پردى مُلک ته بوتلے شول.


د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربان‌ګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“


ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم.


ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan