”زۀ به د دوئ پوره فصل تباه کړم. د انګورو په بوټى کښې به يوه دانه هم پاتې نۀ شى، او نۀ به اينځر د اينځر په ونه کښې وليدلے شى، د دوئ پاڼې به اوچې شى. او هر څۀ چې ما دوئ له ورکړى دى هغه به ترې نه واپس واخلم.
زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى.
او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.
د هغوئ مال دولت به لوټ شى او د هغوئ کورونه به وران شى. هغوئ به کورونه جوړوى خو په کښې به نۀ اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى خو مے به ترې ونۀ څښى.