7 يو داسې ورځ راروانه ده چې تاسو ټول به د سرو زرو او سپينو زرو نه جوړ شوى بُتان غورزوئ کوم چې تاسو په خپلو ګناهګارو لاسونو جوړ کړى دى.
هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربانګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربانګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.
کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى.
نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“
اګر چې بنى اِسرائيل د ګناه د لرې کولو دپاره ډيرې قربانګاه جوړې کړې دى، خو هم دغه قربانګاه د هغوئ دپاره د ګناه ځايونه شول.
د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.