Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 31:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 31:3
25 Iomraidhean Croise  

د هغۀ سره انسانى طاقت دے، خو مونږ سره د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک شته چې زمونږ مدد وکړى او زمونږ جنګونه وکړى.“ د خلقو د خپل بادشاه په دې خبره باندې حوصله مضبوطه شوه.


دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم.


د خلاصون دپاره جنګى آس بې‌فائدې شى، هغه په خپل ټول زور بيا هم تا بچ کولے نۀ شى.


تۀ مالِکه خُدايه يره باندې هغوئ ويروه، قومونه تۀ په دې پوهه وه چې هغوئ فانى دى.


د عدالت په ورځ به تاسو څۀ کوئ؟ کله چې د يو لرې مُلک نه په تاسو يو افت راشى نو تاسو به څۀ کوئ؟ د مدد دپاره به تاسو کوم ځائ ته منډې وهئ؟ تاسو به خپل مال دولت چرته پټوئ؟


د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى.


کله چې هغه وخت راشى نو کوم خلق چې د فلستيه د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ به ووائى، وګورئ، په هغه خلقو څۀ وشول چې په چا باندې مونږ دا يقين کولو چې مونږ به د اسور د بادشاه نه بچ کړى. خو اوس زمونږ دپاره د خلاصى لار هم نشته.“


خو ستاسو منصوبه دا ده چې په تېزو آسونو باندې سوارۀ شئ او د خپل دشمن نه وتښتئ. تاسو صحيح يئ، ځکه چې تاسو به تښتئ. ستاسو خيال دا دے چې ستاسو آسونه ښۀ تېزه منډه وهلے شى، خو چې څوک درپسې وى نو هغوئ به ستاسو نه تېز وى.


هغه ټول چې په هغۀ بهروسه کوى هغوئ به وشرميږى. او هغه به ستاسو مدد نۀ کوى بلکې په ځائ د دې به ستاسو بې‌عزتى وکړى.“


د مِصر نه چې کوم مدد ملاويږى نو هغه بې‌فائدې دے. نو ځکه ما په مِصر باندې يو بل نوم ”بې‌ضرره اژدها“ اېښے دے.


تۀ د مِصر نه طمع کوې؟ دا به داسې وى لکه چې د لوخې د پاڼې نه امسا جوړه کړې او چې کله په دې باندې زور واچوې نو دا به ستا لاس غوڅ او زخمى کړى. کله چې څوک د مِصر په بادشاه فِرعون بهروسه وکړى نو هغه هم دغه شان دے.


تۀ زما د مالِک د اسور د بادشاه د يو وړوکى آفسر مقابله هم نۀ شې کولے نو بيا د مِصر په جنګى ګاډۍ او آسونو باندې د سوَرو کسانو فائده څۀ؟


نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زۀ رد کړے يم، او بار بار مو ما ته شا کړې ده. نو اوس به زۀ خپل لاس ستاسو د بربادۍ دپاره دراوږد کړم، نو په تاسو زۀ نور رحم نۀ شم کولے.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”لعنت دې په هغه چا وى چې د هغۀ زړۀ د مالِک خُدائ نه اوړېدلے وى او په فانى انسان توکل او د هغۀ په زور بهروسه کوى.


”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې.


ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى.


نۀ به غشى ويشتونکى، نۀ به تېزه منډه وهونکى او نۀ به په آس سوارۀ خپل ژوند بچ کړے شى.


د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan