يشعياه 30:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے. Faic an caibideil |
د شيبا مُلک مَلِکه د سليمان شُهرت نه خبر شوه او هغه يروشلم ته راغله چې په مشکلو سوالونو د هغۀ امتحان واخلى. هغې ځان سره يوه لويه ډله راوسته او داسې اوښان يې هم راوستل چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او په لوئ مِقدار کښې په سرو زرو باندې بار وُو. هغه سليمان له راغله او چې د هغې په ذهن کښې څۀ هم وُو نو د سليمان سره يې د هغې په حقله خبرې وکړې.