3 خو په فِرعون باندې اعتماد سره به تاسو رسوا شئ او په هغۀ باندې بهروسۍ سره به تاسو بېعزته شئ.
تۀ د مِصر نه دا طمع کوې چې هغه به ستا مدد وکړى، خو دا به د لوخې د پاڼې د امسا په شان وى، چې لاس به دې غوڅ او زخمى کړى. نو د مِصر بادشاه فِرعون باندې چې کله څوک بهروسه وکړى نو هغه داسې وى.
د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه، ځکه چې د بنى آدم امداد بېفائدې دے.
لکه په خراب غاښ خوړل يا په ګوډه پښه تلل کول داسې دى لکه په سخت وخت کښې چې په ناباوره کس توکل کوى.
چا چې په ايتهوپيا باندې يقين ساتلے وى او په مِصر باندې يې لافې وهلې وى نو هغوئ به مايوسه شى او وبه شرميږى.
کله چې هغه وخت راشى نو کوم خلق چې د فلستيه د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ به ووائى، وګورئ، په هغه خلقو څۀ وشول چې په چا باندې مونږ دا يقين کولو چې مونږ به د اسور د بادشاه نه بچ کړى. خو اوس زمونږ دپاره د خلاصى لار هم نشته.“
تۀ د مِصر نه طمع کوې؟ دا به داسې وى لکه چې د لوخې د پاڼې نه امسا جوړه کړې او چې کله په دې باندې زور واچوې نو دا به ستا لاس غوڅ او زخمى کړى. کله چې څوک د مِصر په بادشاه فِرعون بهروسه وکړى نو هغه هم دغه شان دے.
تۀ کله دلته او کله هلته ځې راځې نو بيا ولې دومره زر خپلې لارې بدلوې؟ تۀ به د مِصر نه داسې وشرمېږې لکه څنګه چې تۀ وړاندې د اسور نه شرمېدلے وې.
مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.
نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“
مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به امون د مِصر د تيبس معبود او د مِصر نورو معبودانو ته سزا ورکړم. زۀ به د مِصر بادشاهانو او فِرعون ته او هغوئ ټولو ته سزا ورکړم څوک چې په هغۀ يقين کوى.
کله چې تۀ هغوئ په خپل لاس کښې ونيولې نو تا دړه وکړه او د هغوئ اوږه دې سورۍ کړه، او کله چې هغوئ په تا تکيه وکړه، نو ستا ملا ماته شوه.
هغه بُت به اسور ته يوړلے شى چې عظيم بادشاه ته په محصُول کښې پېش کړے شى. بنى اِسرائيل به بېعزته شى او وبه شرميږى ځکه چې هغوئ په دې بُت باندې يقين کولو.
نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“
او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.