Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 30:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 وګورئ د مالِک خُدائ نوم د لرې ځائ نه راروان دے. هغه لوئ غضب او رُعب داب سره رانزدې کيږى. د هغۀ شونډې د غصې نه ريږدى، او د هغۀ وينا لکه د اور هر څۀ ايرې ايرې کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 30:27
26 Iomraidhean Croise  

ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟ ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟


بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے اسوريانو، زۀ اسور د چُوکې په توګه استعمالوم چې هغه خلقو له سزا ورکړم چې زۀ چا ته غصه يم.


هغوئ د لرې لرې مُلکونو او د دُنيا د سرونو نه راځى. دوئ د مالِک خُدائ وسله ده چې د هغۀ غصه څرګنده کړى او هغه ټول مُلک برباد کړى.


قومونه به په مکمل طور داسې وسوزى، لکه د ازغو د هغه بوټو په شان چې کټ کړے شى او اور ته وغورزولے شى.


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


د ادوم سيندونه به په تارکولو بدل شى، خاوره به يې په ګوګړو بدله شى. ټول مُلک به د تارکولو په شان اور اخستے وى.


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.


کله چې تاسو دا څيزونه وګورئ نو ستاسو زړونه به خوشحاله شى، او د تازه شينکى په شان به زور کښې شئ. او هر څوک به ووينى چې د مالِک خُدائ لاس د هغۀ د خادِمانو سره دے، او د هغۀ غصه د هغۀ د دشمنانو خلاف ده.


ګورئ، مالِک خُدائ د اور په صورت کښې راروان دے، او د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د طوفان په شان غړمبيږى. هغه به سخت قهر سره او د اور د شغلو په شان سخت رټلو سره سزا ورکړى.


د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.


اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“


نو زۀ به په هغوئ خپل غضب رانازل کړم او هغوئ به په خپل سخت قهر کښې وسوزوم، او هر هغه څۀ به د هغوئ په خپل سر راولم څۀ چې هغوئ کړى دى. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول.


کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په دې وجه ما ته انتظار وکړئ، په کومه ورځ چې زۀ به ښکار ونيسم. ما فېصله کړې ده چې قومونه راغونډ کړم، بادشاهۍ رايوځائ کړم، او خپل قهر او سخته غصه پرې نازله کړم. زما د غېرتى قهر په اور به ټوله دُنيا وسوزى.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.


ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے.


او بيا به هغه بې‌دينه کس راڅرګند شى، او مالِک عيسىٰ به يې د خپلې خولې په پوکى تباه کړى، او د خپلو راتلو په جلال به يې تباه کړى.


نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan