د ايتهوپيا او د ليبيا د خلقو سره ډېر فوجيان او ډېرې جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ کسان نۀ وُو څۀ؟ خو تا په مالِک خُدائ بهروسه وکړه نو ځکه هغۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکړه.
خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.