هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده.
او زۀ به ستا تندے لکه د سخت او کلک ګټ په شان کړم، او د هيرې نه به يې هم سخت کړم. تۀ د هغوئ نه مۀ يرېږه او مۀ ترې نه په دهشت کښې پرېوځه کۀ څۀ هم چې دا قوم سرکشه دے.“
پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې لوظ خبرې اورى او خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښى پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ او بد دواړه تباه کړى.