Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بې‌شکه چې يروشلم په لړزان دے. او په يهوداه زوال راغلے دے. هغوئ چې هر څۀ وائى او کوم عمل کوى هغه د مالِک خُدائ خِلاف دے، هغوئ په جار بار د مالِک خُدائ خلاف بغاوت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 3:8
35 Iomraidhean Croise  

په هغه وخت کښې فلستيانو د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمن کښې او په جنوبى يهوداه کښې په ښارونو باندې حملې کولې. هغوئ د بيت‌شمس، ايالون، جديروت، شوکو، تمنت او جِمسو ښارونه او ورسره خواوشا علاقو کښې کلى هم قبضه کړل او هلته پاخۀ دېره شول.


نو مالِک خُدائ د اسور فوجى مشران ولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. او هغوئ منسى ونيولو، کُنډې يې ورته واچولې او په زنځيرونو باندې يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.


کۀ يو انسان بل چا ته کنده کنى نو هغه په خپله په کښې ورغورزيږى، او کۀ يو انسان په بل چا کاڼے رغړوى هغه کاڼے به په خپله په دۀ باندې راورغړيږى.


ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى.


ستا مُلک تباه شوے وو او وران ويجاړ وو، خو اوس چې څوک د اوسېدو دپاره ورله راروان دى، نو دا مُلک به د هغوئ د اوسېدو دپاره ډېر وړوکے وى. او چا چې تاسو په کنډرو کښې پرېښودئ نو هغوئ به ستاسو نه لرې وى.


تاسو چا پورې ټوقې کوئ؟ چا ته خپل بوتاړ وران کړئ او ژبې ورته راوباسئ؟ تاسو هم د دوکه بازو او ګناهګارو بچى يئ.


ځکه چې ستاسو لاسونه خونى، او ستاسو ګوتې په ګناه ککړې دى. ستا شونډې دروغژنې دى او خولۀ دې د بدعملۍ پس پس کوى.


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


خو نور به تۀ بيا کله هم دا ونۀ وائې چې، ”د مالِک خُدائ پېغام يو دروند پيټے دے،“ ځکه چې د هر سړى خپله خبره د هغۀ پېغام وګرځېدو نو تاسو بيا دغه شان د ژوندى مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پېغام ته تعبير ورکوئ.


”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے‎ شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.


نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“


وګورئ، دشمن لکه د وريځو په شان زمونږ خوا ته راروان دے. د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د تېز طوفان په شان راروانې دى او د هغۀ آسونه د باز نه تېز دى. په مونږ افسوس، مونږ تباه او برباد شُو.


ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل.


د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.


د بنى اِسرائيلو غرور د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. هغوئ به د خپلې ګناه په وجه راوغورزيږى او د يهوداه خلق به هم ورسره راوغورزيږى.


هغوئ د خُدائ تعالىٰ نه بغېر هر خوا ګورى. هغوئ د کږې ليندې په شان نا اعتباره دى. د هغوئ آفسران به د خپلې سپکې خولې د لاسه په تُوره مړۀ شى او مِصريان به په هغوئ پورې خندا کوى.“


نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.


د هغې مالداره خلق ظالمان دى، د هغې خلق دروغژن دى او د هغوئ ژبې د دوکې خبرې کوى.


خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟


يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟


چې د ټولو عدالت وکړى او ټولو بې‌دينو له به د سزا حُکم ورکړى، ځکه چې هغوئ د خپلې بدعملى په وجه ډېر د بې‌دينۍ کارونه وکړل، او خُدائ پاک بې‌دينه ګناهګارانو له به هم د سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چې هغوئ د هغۀ خلاف ډېر بد وئيلى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan