6 په هغه وخت کښې به يو کس خپل ورور ته ووائى، ”تر اوسه پورې تا سره څادر شته نو په دې وجه راشه او زمونږ مشر جوړ شه. او د کنډراتو د دې ډيرى ذمه وارى اوچته کړه.“
خو هغه به ورته په جواب کښې وائى، ”نه، زۀ ستاسو علاج نۀ شم کولے. نۀ ما سره خوراک شته او نۀ ما څادر شته. ما د عوامو مشر مۀ جوړَوئ.“
کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“
کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.