4 زۀ به هلکان د هغوئ مشران جوړ کړم، او ماشومان به په هغوئ حکومت کوى.
منسى دولس کلن وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او په يروشلم يې پينځۀ پنځوس کاله بادشاهى وکړه.
يوسياه اتۀ کلن وو چې هغه بادشاه جوړ شو او يو دېرش کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه.
صدقياه د يوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او په يروشلم يې يوولس کاله بادشاهى وکړه.
يهوآخز د درويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او درې مياشتې يې په يروشلم بادشاهى وکړه.
يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه وکړه.
يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم درې مياشتې او لس ورځې بادشاهى وکړه. هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.
افسوس په هغه مُلک چې د هغې بادشاه يو ناتجربهکاره زلمے وى او مشران يې سم د سحر نه سر د خېټې نه زار کوى.
ځوانان زما د خلقو سره زياتے کوى، او ښځې په هغوئ باندې حکومت کوى. اے زما خلقو، خپلو مشرانو تاسو په غلطه لار باندې روان کړى يئ، او هغوئ ستاسو لارې ستاسو نه ګډې وډې کړې دى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى. هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ تل نخرې کوى. هغوئ د نازونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى.
فوجى آفسران، معتبر کسان، مشيران، ماهر کاريګران او جادوګران واخلى.
دا هر څۀ د يروشلم او يهوداه سره د مالِک خُدائ د قهر په وجه وشول، او په آخر کښې هغۀ هغوئ د خپل حضور نه وشړل. خو اوس صدقياه د بابل بادشاه خلاف سرکشى وکړه.