Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 3:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د ښار دروازې به ژړا او ماتم کوى او ښار به په خپله د هغه ښځې په شان وى چې يواځې پاتې شى او په زمکه کښېنى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 3:26
19 Iomraidhean Croise  

هغوئ د هغۀ سره په زمکه باندې اووۀ شپې او اووۀ ورځې ناست وُو او يو کس هم هغۀ ته يوه خبره هم ونۀ کړه، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې د هغۀ تکليف ډېر زيات دے.


نو ايُوب د خاورې د مات لوښى يوه ټوټه واخستله او ځان يې ورباندې ګرولو او په ايرو باندې کښېناستو چې خپل خفګان څرګند کړى.


اے د ښار دروازو ژاړئ. اے ښاره ماتم کوه. اے فلستيانو د يرې نه رپېږئ. د شمال طرف نه د لوږى په شان وريځ راروانه ده، دا د داسې فوجيانو لښکر دے چې په صفونو کښې يې يو بُزدل هم نشته.


خو بيا به زۀ په هغه ښار باندې يو افت راولم، هلته به ژړا او ماتم وى. او ټول يروشلم به داسې شى لکه څنګه چې د هغې د ارى‌ايل نوم معنىٰ ده ”يوه داسې قربان‌ګاه چې په وينو لت پت وى.“


محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى.


مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.


اے د پېغلې په شان بابله، د خپل تخت نه راکوز شه، او په زمکه په خاورو کښې کښېنه. ځکه چې ستا په تخت د ناستې وخت ختم دے. اے بابله، تۀ به بيا د شهزادګۍ په شان نرم او نازک نۀ يې.


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى.


ستاسو په مُلک کښې به کونډې د سمندر په غاړه د شګو نه هم ډيرې وى. په نيمه ورځ به زۀ د ځوانانو په ميندو باندې تباهى راولم. او ناګهانه به په دوئ پرېشانى او دهشت راولم.


افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه شوه.


صيون ته د تلو لارې خالى دى او ماتم کوى، څوک هم ورته اوس د اخترونو دپاره نۀ راځى. د ښار دروازې ټولې خاموشه شوې دى، او د دې اِمامان اسويلى کوى. د هغې پېغلې غمژنې دى، او د هغې تکليفونه تراخۀ دى.


د صيون مشران په زمکه په خاموشۍ سره ناست دى. هغوئ په خپلو سرونو خاورې اچولې دى او د ټاټ جامې يې اغوستې دى. د يروشلم پېغلو جينکو خپل سرونه د شرم نه زمکې ته ټيټ کړى دى.


مالِک خُدائ دا فېصله وکړه چې د صيون ښار دېوالونه وران کړى. هغۀ د ورانولو دپاره د ناپ تول ګز راوغزولو او خپل لاس يې د هغۀ د تباهۍ نه منع نۀ کړو. د هغۀ دېوالونه او د هغۀ مورچې يې په ماتم آخته کړې او دواړه په يو ځائ تباه شول.


د خلقو آباد ښارونه به برباد او زمکې به ويجاړې شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


نو بيا به د ساحل ټول شهزادګان د خپلو تختونو نه راکوز شى او خپله چُوغه به وباسى او خپلې د ګُلکارۍ جامې به يوې خوا ته کېږدى. هغوئ به د غم لباس واچوى په زمکه به کښېنى او د يرې نه به ريږدى، او ستا په تباهۍ به خفه کيږى.


نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.


”مونږ درته شپيلۍ وغږوله او تاسو ګډ نۀ شوئ، مونږ درته ځان ووهلو او وير مو وکړو خو تاسو ونۀ ژړل.“


نو تاسو به سره د خپلو بچو يو ځائ په زمکه راګزار کړى او ستا يو کاڼے به هم د بل کاڼى دپاسه پرې نۀ ږدى ځکه چې تاسو د خُدائ د خلاصون هغه مقرر وخت ونۀ پېژندلو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan