21 ګوتمې، نتکۍ،
ما د هغې نه تپوس وکړو، ستا پلار څوک دے؟ نو هغې جواب راکړو، زما پلار بتواېل دے چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. بيا ما هغې له نتکۍ ورپه پوزه کړه او کَړى مې ورپه لاس کړې.
فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو.
دا فرمان د فارس په ټول سلطنت کښې په هغه ورځ عملى کولے شو چې کومه د يهوديانو د وژلو دپاره مقرره وه، دا د دولسمې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ وه.
چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل.
د هغۀ لاسونه د سرو زرو سيخونه دينه، چې په دې کښې قيمتى کاڼى لګېدلى وينه. د هغۀ بدن لکه د هاتى د غاښونو په شان سپين دېنه، او چې په کښې نيلم کاڼى لګېدلى وينه.
ښائسته جامې، چُوغې، شالونه، پرسونه،
او ما په پوزه کښې درته نتکۍ او په غوږونو کښې مې والۍ درته واچولې او ښائسته تاج مې در په سر کړو.
خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ.
فرض کړئ چې کۀ يو سړى د سرو زرو ګوته او ښائسته جامې اغوستې وى او ستاسو د عبادت ځائ ته راشى او يو غريب سړے هم په شلېدلو جامو کښې دننه راشى،