Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 3:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 والۍ، بنګړى، نقابونه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 3:19
14 Iomraidhean Croise  

چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې.


لابن د خپلې خور په پوزه نتکۍ او د هغې په لاسونو کَړې ليدلې وې. او رِبقې دا خبره کوله چې لابن واورېدل څۀ چې هغه سړى وئيلى وُو. هغه د اِبراهيم نوکر له ورَغلو چې هغه د خپلو اوښانو سره د چينې سره ولاړ وو،


بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې.


نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو او د دوئ په غوږُونو کښې چې کومې والۍ وې، هغه يې يعقوب له ورکړې. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.


هغۀ ترې تپوس وکړو، ”زۀ په ضمانت کښې څۀ درسره کېږدم؟“ هغې ورته ووئيل، ”ستا په غاړه کښې خپل مهر سره د مزى او ستا په لاس کښې دا امسا.“ هغۀ دا څيزونه هغې له ورکړل. بيا دوئ څملاستل او هغه اُميدواره شوه.


چې هغه بهر راوويستلے شوه، هغې خپل سخر له خبر ورولېږلو، ”زۀ د هغه سړى نه اُميدواره يم چې دا څيزونه د چا وى. دې ته وګورئ چې دا مهر سره د مزى او دا لښته د چا دى.“


هارون هغوئ ته ووئيل، ”د خپلو ښځو، زامنو او د خپلو لوڼو نه د سرو زرو والۍ راوباسئ او ما له يې راوړئ.“


نو ټولو خلقو خپلې د سرو زرو والۍ راوويستلې او هارون له يې راوړې.


چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل.


داسې ورځ راروانه ده چې مالِک خُدائ به د يروشلم د ښځو نه هغه هر څۀ واخلى په څۀ چې هغوئ ځانونه ښائسته کوى، پانزېبونه، هارونه، د سپوږمۍ په شان کالے،


لوپټې، ګونګړوګان، کمربندې، د عطرو بوتلې، تعويذونه،


ما تۀ په کالو سنګار کړې، ما ستا په لاس کښې بنګړى او په غاړه کښې مې درته اميل واچولو.


او ما په پوزه کښې درته نتکۍ او په غوږونو کښې مې والۍ درته واچولې او ښائسته تاج مې در په سر کړو.


نو مونږ د سرو زرو کالى، بنګړى، کَړې، ګوتمې، والۍ او هارونه راوړُو چې مونږ هر يو کس اخستى دى. او مونږ يې مالِک خُدائ ته د خپل ژوند په کفاره کښې پېش کړُو، چې هغه مو بچ کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan