18 داسې ورځ راروانه ده چې مالِک خُدائ به د يروشلم د ښځو نه هغه هر څۀ واخلى په څۀ چې هغوئ ځانونه ښائسته کوى، پانزېبونه، هارونه، د سپوږمۍ په شان کالے،
زۀ به د هغوئ په سرونو باندې دانې راوخېژوم او ګنجۍ به يې کړم.“
والۍ، بنګړى، نقابونه،
هغوئ به ستاسو نه جامې وباسى او قيمتى کالى به درنه واخلى.
تر دې چې هغوئ د سړو دپاره قاصدان لېږلى وُو څوک چې د لرې ځائ نه راغلل، او کله چې هغوئ راورسېدل تا خپل ځان د هغوئ دپاره پاک کړو او خپلې سترګې دې تورې کړې او لا دا چې ځان دې په سرو زرو سنګار کړو.
ستاسو ډول او سنګار دې ظاهرى نۀ وى، يعنې سر کمڅۍ کول او د سرو زرو کالى او قِسما قِسم جامې اغوستل،
بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اوښانو په غاړو کښې وُو.
جدعون ته چې کومې د سرو زرو والۍ مِلاو شوې وې هغه تقريباً شل کلو وې او په دې کښې کالى، هارونه او د کاسنى رنګ جامې شاملې نۀ وې چې د ميديان بادشاهانو اغوستې او هغه پټه هم په کښې شامله نۀ وه چې د هغوئ د اوښانو په غاړه وه.