Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 3:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 زۀ به د هغوئ په سرونو باندې دانې راوخېژوم او ګنجۍ به يې کړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 3:17
15 Iomraidhean Croise  

اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه، او سليمان بادشاه وګورئينه هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه، ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.


د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى. هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ تل نخرې کوى. هغوئ د نازونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى.


داسې ورځ راروانه ده چې مالِک خُدائ به د يروشلم د ښځو نه هغه هر څۀ واخلى په څۀ چې هغوئ ځانونه ښائسته کوى، پانزېبونه، هارونه، د سپوږمۍ په شان کالے،


کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه.


چې په ملا يې کُب وى يا مندرے وى، څوک چې د سترګو يا د څرمنې څۀ بيمارى لرى، او يا چې خصى وى.


بربنډ او د شرم سره دلته نه تېر شئ، تاسو څوک چې په سفير کښې اوسېږئ. هغوئ څوک چې په ضنان کښې اوسيږى هغوئ به بهر نۀ راوځى. بيت‌ايضل په خپله په غم کښې دے، ستاسو د حفاظت اُميد ختم شو.


زۀ ستا خلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستا لمن ستا په مخ دراوچته کړم. زۀ به قومونو ته تا لغړه کړم او مُلکونو ته به دې وشرموم.


مالِک خُدائ به په تاسو باندې دانې راوخېژوى، لکه څنګه چې هغۀ په مِصريانو راخېژولې وې. هغه به ستاسو بدنونه د دردونو سره مات کړى. تاسو به په خارښت او دانو باندې پټ شئ، خو د دې به هيڅ علاج نۀ وى.


نو اوله فرښته لاړه او په زمکه يې خپل جام توئ کړو او د ناسور خوراکى دانې په هغه خلقو ښکاره شوې چې د بلا نښه يې په ځان کښې وه او هغه بُت ته يې عبادت کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan