16 مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى. هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ تل نخرې کوى. هغوئ د نازونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى.
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.
خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى.
اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه، او سليمان بادشاه وګورئينه هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه، ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.
صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بېاسرى وى، او د محاصرې لاندې بېاسرى ښار وى.
زمکه اوچيږى او خُشکيږى، ټوله دُنيا به اوچه شى او مړاوې به شى، د دې لوئ لوئ خلق به فنا شى.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى،
زۀ به د هغوئ په سرونو باندې دانې راوخېژوم او ګنجۍ به يې کړم.“
داسې ورځ راروانه ده چې مالِک خُدائ به د يروشلم د ښځو نه هغه هر څۀ واخلى په څۀ چې هغوئ ځانونه ښائسته کوى، پانزېبونه، هارونه، د سپوږمۍ په شان کالے،
زۀ به هلکان د هغوئ مشران جوړ کړم، او ماشومان به په هغوئ حکومت کوى.
مالِک خُدائ به د صيون ښار د ښځې ګندګى ووينځى، هغه به د يروشلم نه د وينې داغونه د عدالت روح سره او د اور روح سره صفا کړى.
په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې.
”صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼے يعنې په کوچى باندې.“
عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ”اے د يروشلم لوڼو. ما پسې ژړا مۀ کوئ خو په خپل ځان او د خپل اولاد دپاره وير وکړئ.