Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 3:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 مالِک خُدائ په خپل عدالت کښې تيار دے، او د خلقو د عدالت دپاره ولاړ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 3:13
12 Iomraidhean Croise  

فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“


راپاڅه، پاکه خُدايه، او د خپلې دعوې دفاع وکړه، راپه ياد کړه چې څومره بې‌وقوفانو هر وخت ستا د نوم ګستاخى کوله،


خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،


مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې د خپل قوم دپاره جنګيږى داسې فرمائى، ”ګورئ، ما دا د نشه ورو شرابو نه ډک جام ستاسو د لاس نه لرې کړے دے، نو تاسو به نور زما د غصې د جام نه نۀ څښئ.


مالِک خُدائ به اور او خپلې تُورې سره د دُنيا عدالت وکړى، او ډېر خلق به د هغۀ د لاسه ووژلے شى.“


قومونه دې راپاڅى، هغوئ دې د يهوسفط وادۍ ته لاړ شى. هلته به زۀ مالِک خُدائ ناست يم، چې د ګېرچاپېره ټولو قومونو عدالت وکړم.


هغې ته غوږ شئ څۀ چې مالِک خُدائ فرمائى، ودرېږه، خپله مقدمه د غرونو د وړاندې بيان کړه، پرېږده چې غرونه واورى چې تۀ څۀ وائې.


واورئ، اے غرونو، د مالِک خُدائ اِلزام، تاسو غوږ ونيسئ. غوږ شئ، اے د زمکې ابدى بنيادونو. ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف مقدمه کړې ده، هغه د بنى اِسرائيلو خلاف جرم لګوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan