د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.
بلکې مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمت کوونکيه يعقوبه، مۀ يرېږه. او اے اِسرائيله تۀ مۀ پرېشانه کېږه. زۀ به په يقين سره تا او ستا اولاد په هغه لرې مُلک کښې د جلاوطنۍ نه آزاد کړم. او تۀ به راواپس شې او خير خيريت سره به ژوند کوې. او څوک به تا نۀ شى يرولے.
”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم.
نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يم، او دا چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل څوک نشته. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.