يشعياه 29:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 خُدائ پاک به هغه خلق تباه کړى چې څوک د دروغو ګواهى کوى، هغه خلق چې قاضيان د غلطو فېصلو کولو دپاره دوکه کوى، هغه خلق چې څوک دروغ وائى د دې دپاره چې بېګناه خلقو ته اِنصاف مِلاو نۀ شى. Faic an caibideil |
نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“