Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 29:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 29:15
30 Iomraidhean Croise  

کله چې د ماتم وخت تېر شو، داؤد هغه راوغوښتله چې محل ته راشى، نو هغه يې ښځه شوه او يو زوئ يې ترې نه پېدا شو. خو چې داؤد کوم عمل کړے وو په هغې باندې مالِک خُدائ نارضا وو.


اِسرائيليانو په پټه باندې هغه کارونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک منع کړى وُو. هغوئ د وړو ښارونو نه واخله تر پَخو ښارونو پورې د ځان دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې.


داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.


وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى، د دوئ ‎ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى، دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“


دوئ وائى چې، ”خُدائ پاک ته به پته لګى څۀ؟ خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟“


ستا د قوم خلاف يې ارادې د چل نه ډکې دى، تۀ چې چا سره مينه کوې د هغوئ خلاف منصوبې جوړوې.


تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.


زۀ به اِنصاف د دې فيته او صداقت د دې د سال مزے کړم. تاسو چې په کومو دروغو باندې يقين ساتئ نو ږلۍ به يې ټول يوسى او سېلابونه به ستاسو د پناه ځايونه وران کړى.“


مالِک خُدائ فرمائيلى دى، ”اے باغيانو بچو په تاسو افسوس. ځکه چې تاسو په هغه منصوبو باندې کار کوئ چې کومې زما نۀ دى، او زما د مرضۍ خِلاف معاهدې کوئ او تاسو ګناهونو پسې ګناهونه کوئ.


تا خپل ځان په بدعملۍ کښې محفوظ وګڼلو، ستا خيال دا وو چې هيڅ څوک دې نۀ وينى. خپل حِکمت او پوهې تۀ بې‌لارې کړې، او تا د خپل ځان سره ووئيل چې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته.“


زۀ به ستا تش د نامې صداقت او کارونه خلقو ته څرګند کړم. او دا به ستا هيڅ په ښه نۀ راځى.


ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“


هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، نو اوس په دېوال کښې دا سورے غټ کړه.“ نو ما بيا په دېوال کښې سورے وکړو او هلته مې يوه پټه دروازه وليدله.


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.


او په شِطيم کښې تاسو ژوره کنده کنستې ده، خو زۀ به تاسو ټولو له سزا درکوم.


زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.


تاسو مالِک خُدائ په خپلو خبرو ستړے کړو. ”مونږ هغه څنګه ستړے کړو؟“ تاسو تپوس کوئ. په دې وئيلو سره چې، ”ټول بد کوونکى د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ دى او هغه د هغوئ نه رضا دے،“ يا ”اِنصاف کوونکے خُدائ پاک چرته دے؟“


او د مجرم کېدلو سبب دا دے چې دُنيا ته نُور راغلو خو خلق د نُور په ځائ په تيارۀ کښې خوشحاله وُو ځکه چې د هغوئ کارونه بد وُو.


نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.


مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.


او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan