13 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
خو بدعمله ته خُدائ پاک وفرمائيل، ”تاسو ولې زما قانون بيانوئ، او زما د لوظ خبرې په خپله ژبه کوئ؟
د هغۀ د کلام سره اضافه مۀ کوه ځکه چې هغه به دې ورَټى او دروغژن به دې ثابت کړى.
ما اسوريان ورولېږل چې په دې بېدينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“
اے ارىايل، ارىايل، په تا باندې افسوس. په هغه ښار باندې افسوس کوم کښې چې داؤد خېمې لګولې وې. اوس کال په کال خپل اخترونه کوئ.
کۀ تاسو دا يو بېتعليمه کس له ورکړئ چې وې لولى، نو هغه به جواب درکړى چې زۀ بېتعليمه يم.
زمونږ د لارې نه اخوا شئ او زمونږ مخه مۀ نيسئ. مونږ ستاسو د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په حقله اورېدل نۀ غواړُو.“
نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.
اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.
تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.
خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بېوفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
ځکه تاسو چې کله زۀ مالِک خُدائ ته د خواست کولو دپاره ولېږلم نو تاسو غټه غلطى وکړه، ځکه چې تاسو ووئيل، د څۀ چې مالِک خُدائ مونږ ته حکم کړے دے هغه مونږ ته ووايه، مونږ به په هغې باندې پوره عمل کوُو.
کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.
نو بيا د اِسرائيل ځينې مشران ما له راغلل او زما په وړاندې کښېناستل.
مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ترڅو چې ستا خبره ده، ستا د مُلک خلق د خپلو کورونو د دېوالونو خوا کښې او په دروازو کښې ودريږى او ستا په حقله يو بل ته وائى، راځئ چې د هغۀ پېغام واورو کوم چې هغۀ ته د مالِک خُدائ نه مِلاو شوے دے.
هغوئ د زړۀ د اخلاصه ما ته سوال نۀ دے کړے، خو هغوئ د پرېشانۍ نه په خپلو کټونو کښې ژړاګانې کوى. هغوئ د غلې يا د ميو حاصلولو دپاره معبودانو ته خپل ځانونه غوڅوى، خو هغوئ زما خلاف بغاوت کوى.
خو د دغه څيزونو په حقله حُکمونه صرف انسانى تعليمونه دى چې په استعمالولو کښې به ختم شى.
ساؤل جواب ورکړو، ”ما ګناه کړې ده. خو کم از کم زما د خپلو خلقو د مشرانو او بنى اِسرائيلو په مخکښې زما عزت وکړه. ما سره واپس لاړ شه نو چې زۀ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت وکړم.“