12 کۀ تاسو دا يو بېتعليمه کس له ورکړئ چې وې لولى، نو هغه به جواب درکړى چې زۀ بېتعليمه يم.
د هرې پېغمبرۍ د وحى مطلب به ستاسو نه پټ وى، دا به د يو بند کِتاب په شان وى. کۀ تاسو دا يو داسې کس له يوسئ چې هغه يې لوستلے شى او هغۀ ته ووايئ چې دا ولولى، نو هغه به وائى چې زۀ دا نۀ شم لوستلے ځکه چې دا پوخ بند دے.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
کله چې هغه وخت راشى، نو کاڼۀ به د کِتاب تلاوت اورى او ړاندۀ به د تورتم او تيارۀ نه رابهر شى او وينى به.
د څۀ تعليم چې ما ورکړو، نو هغه دې په طومار کښې درج کړے شى او زما شاګردانو له دې ورکړے شى.
نو بيا ما سوچ وکړو چې، ”دا خو غريبانان او جاهله مخلوق دے، دوئ ځکه بېوقوفه کارونه کوى چې د مالِک خُدائ لار نۀ پېژنى او د هغۀ د حکمونو نه ناواقفه دى.
زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.