Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 29:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 29:10
21 Iomraidhean Croise  

سترګې يې ړندې کړه چې هغوئ ونۀ وينى، او د هغوئ ملاګانې دې د تل دپاره ټيټې شى.


نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“


هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.


ستاسو پلار نيکۀ ګناه وکړه، او ستاسو مشرانو زما خِلاف بغاوت وکړو،


داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى.


مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به بادشاهان او آفسران حوصله بائيلى، د اِمامانو به د يرې نه وېښتۀ ودريږى او پېغمبران به د يرې نه جام پاتې شى.“


هغوئ لکه د ړندو په کوڅو کښې سرګردانه ګرځېدل. او په وينو داسې لت پت وُو چې چا يې جامو له د لاس وروړلو جرأت نۀ کولو.


او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.


”پېشګوئې مۀ کوه،“ د خلقو پېغمبران وائى، ”د دې څيزونو په حقله پېشګوئې مۀ کوه، شرم به مونږ ګېر نۀ کړى.“


بيا ما ووئيل، غوږ شئ، اے د يعقوب مشرانو، اے د اِسرائيل حکمرانانو. آيا تاسو په اِنصاف نۀ پوهېږئ،


نو په دې وجه به په تاسو شپه راشى، چې بغېر د رويا به وى، او تيارۀ به راشى چې بغېر د پېشګويۍ به وى. نمر به ښکته شى د پېغمبرانو دپاره، او ورځ به د هغوئ دپاره تيارۀ شى.


لکه څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”خُدائ پاک هغوئ ته سست روح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځې پورې داسې سترګې چې ليدلے نۀ شى او غوږونه چې اورېدلے نۀ شى، ورکړل.“


شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بې‌ايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.


نو داؤد نېزه او د اوبو منګے واخستلو چې د ساؤل د سر سره نزدې پراتۀ وو او هغه او ابيشے لاړل. هيچا دا ونۀ ليدل او نۀ ورته پته ولګېده چې څۀ وشول او نۀ څوک پاڅېدل، هغوئ ټول په خوږ خوب اودۀ وُو، ځکه چې مالِک خُدائ په هغه ټولو باندې دروند خوب رالېږلے وو.


ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan