Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 28:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغه به هغه کسانو له د اِنصاف جذبه ورکړى چې څوک د قاضيانو په توګه کار کوى او هغوئ له به حوصله ورکړى چې څوک د حملې نه د ښار د دروازو حِفاظت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 28:6
22 Iomraidhean Croise  

کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.


هغۀ په خلقو باندې فوجى آفسران مقرر کړل او هغوئ له يې حُکم ورکړو چې د ښار د دروازې سره په کولاو ځائ کښې راغونډ شئ. هغۀ ورته ووئيل،


د هغۀ سره انسانى طاقت دے، خو مونږ سره د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک شته چې زمونږ مدد وکړى او زمونږ جنګونه وکړى.“ د خلقو د خپل بادشاه په دې خبره باندې حوصله مضبوطه شوه.


خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


کله چې يو بادشاه د عدالت دپاره په تخت کښېنى، خو هغه په خپله د ټولو بدو تول کوى.


تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،


زمونږ مالِک خُدائ څومره لوئ دے. هغه پاس په عرش استوګنه کوى. هغه به يروشلم د اِنصاف او صداقت نه ډک کړى،


مالِک خُدائ به د صيون ښار د ښځې ګندګى ووينځى، هغه به د يروشلم نه د وينې داغونه د عدالت روح سره او د اور روح سره صفا کړى.


بيا د يهوداه حکمرانان به په خپلو زړونو کښې وائى، د يروشلم خلق مضبوط دى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خُدائ پاک دے.


ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بې‌اندازې ورکوى.


زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم.


نو يو ته د روح په وسيله د حِکمت کلام ورکړے شى او بل ته د هم هغه روح په وسيله د علميت کلام،


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.


دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan